May 1, 2019

افراطی کلتوراو احساساتی انسانان


افغانانو ټولنه د چوپانانو، بزګرانو (زراعت پیشه) او کاریګرانو نه جوړ دی. خو د ټولنی زیاتره برخه بیا چوپانان جوړوي، ورپسی بزګران دي او پاتی لګ خلک کاریګران دي. چوپانان په خوی کی درشت او احساساتی خلک دي. نوم ګټل چوپانانو ته ډیر اړین وی، ذغه راز معنوی او اجتماعی ارزښتونه د اقتصادی او مادی ګټو نه ډیر مهم وي. د یو جامعی په چوکاټ کی د چوپانانو ترمنځ یو بل سره د همکاری کولو روحیه ضعیف وي او تل یو بل سره په رقابت بوخت وي. بیا زراعت پیشه خلک د چوپانانو په پرتله مصلحت اندیش خلک دي. د زراعت پیشه خلکو ټول سروکار خاوری او زمکی سره وي، په ژوند کی زیارکښ دي. زراعت پیشه خلک د چوپانانو په پرتله بدلون قبولونکی او داینامیک دي. همدا لامل دی چي د ټولنی د تکامل په پروسه کی زیاتره زراعت پیشه خلک په مختلف ملکونو کی ښاریان شوی دي او ښاری تمدنونه یی جوړ کړي.

چوپاني فرهنګ ټولنه کی داسی خلک زیږولي چي خپل مصلحت او ګټی خوندي کولو کی پاتی راغلی. افغانانو د مصلحت پرځای نوم ګټلو ته ډیر ارزښت ورکړی او کله چی نوم یی په خطر کی راغلی نو مصلحتونو او ګټو ته قربانی ورکړی. که مونږخپل نږدی ټولنیز تاریخ ته وګورو نو دا په ډاګه کیږی چی افغانانو د یو ملت په توګه خپل مالی، اقتصادی او سیاسی اړتیاوی او ضرورتونه ندی پوره کړي. د حکومتداری په کچه هم د تاریخ په مختلف پړاوونو کی د دولت بودیجه تل ندی توانیدلی چی د دولتداري او حکومتداري مصارفات پوره کړی.

د دریم نړۍ هیوادونو مشري اکثره چوپانانو کړی خو د ځینی هیوادونو مشری بیا زراعت پیشه خلکو کړی دی. که په دي لړ کی مونږ هند، پاکستان او ایران هیوادونو ته وګورو نو په دغه هیوادونو کی زیاتره مشران په خټه کی زراعت پیشه ول چی د جامعی د تکامل په ترڅ کی ښاریان شوی وو. دغه هیوادونه د افغانستان په پرتله توانیدلی چی خپل مالی، اقتصادي او سیاسی ګټی او مصلحتونه خوندي کړي. د هیوداونو پرمختک او هوساینه د دغه هیوادونو د اولسونو د مالی، سیاسی او اقتصادی مصلحتونو او ګټو په تضمین او خوندیتوپ ولاړه ده. د یادونی وړ ده چي د سیاسی ثبات او اقتصادی پرمختګونو له امله د غربي هیوادونو د چوپانانو او بزګرانو ټولنه توانیدلی چی د ټولنی د تکامل په درشل کی پرمختللی ښاري تمدننونه جوړ کړي. د غربي هیوادونو اولسونه او دغه راز مشران تل خپل اقتصادی ګټو ته ژمن او پابند خلک دي. همدا علت دی چی توانیدلی د ژوند په مختلف بخشونو کی خپل مالی او اقتصادی اړتیاوی پوره کړي او د یو ملت او دولت په توګه پرمختګ وکړي.

په منطقه کی هم دغه خبره صدق کوي او زراعت پیشه ولسونه توانیدلی چي خپل ټولنیز، اقتصادي او سیاسي ګټی خوندي وساتي. په دی ډګر کی پاکستانی اولس او دغه راز مشران هم د بیلګی په توګه خپل ملي ګټی ساتلو کی د افغانستان په پرتله یوه حده پوری ژمن او بریالی پاتی شوی دي. پاکستانیان خپل ګټی لاسته راوړلو لپاره د هر ډول حد نه تیریږي. په دي ورستیو کی پاکستان د چین هیواد نه په ملیاردونو ډالرو پانګونه جذب کړی او دا دی نږدی وختونو کی سعودي وال هم دیته قانع کړي چی په پاکستان کی د ۲۰ میلیاردو ډالرو په ارزښت په مختلف سکتورنو کی پانګونه وکړي. دغه راز امارات، کویت او قطر هم په دی هیواد کی په غټه پیمانه پانګونه لري. دغه پانګونی کولی شی چی پاکستاني اولس ته په اوږد مهاله کی ډیر ګټی ورپه برخه کړي.

پاکستانی سیاستمداران او دپلوماتان تل توانیدلي چی په مختلف دورونو کی د پاکستان ګټی خوندي کولو لپاره تل بریالی هڅی ولری. سره له دي چی پاکستانی سیاستمداران هم خپل منځی ستونزی او کړکیچونه لري خو خبره کله چي د ملی منافعو ته راشي نو دوی بینی اختلافات یو طرف ته پریږدی او خپل شخصی ګټو پرځای ملی منافعو لپاره فکر کوي.

که مونږ د افغانستان سیاستمداران او واکداران په څیړنه او تحلیل ونیسو نو ډیر داسی مثالونه ښکاری چی په کی شخصی یا تنظیمي ګټی د ملی ګټو لپاره قربانی شویدی. د تاریخ په کتابونو کی داسی مثالونه اشته چی د واک ته رسیدو لپاره څومره تاوتریخوالی او شخړی رامنځ ته شویدی. روڼو د واک په کشمکش کی خپل رور وژلی، دغه راز په ټولنه کی د افرادو او کورنیو په کچه هم د همکاریو او د یو بل لاس نیولو روحیه ډیر ضعیف دی. یو بل په اسانی او طبیعی شکل نشو زغملی، په ټولنه او کورنیو کی د تربوری کلتور او منفی رقابت بی حده زیات لیدل کیږی. د چوپاني جامعی افراد اکثر دی پرځای چی بو بل ته د همکاریو لاس ورکړی یو بل خپې وهي. نو همدغه ټولنی نه د وطن مشران او واکداران راوتلي. د سیاستمدارانو ، واکدارانو او مشرانو په کچه هم د تربوریزم فرهنګ له امله منفی رقابت رامنځته شوی. دغه منفی رقابت بیا د وطن ملی منافعو ته سخت زیان رسوی ځکه چي په ټولنه کی د سالم رقابت کم میکانیزم نشته او تل د ټولنی وګړي، اولس او واکداران خپل رقابتونو کی ډیر د افراط نه کار آخلی. په مجموع کی دغه د تربوریزم او د منفي رقابت فرهنګ د چوپانی ژوند او جوړښت نه راوتلی. د افغانستان په معاصر تاریخ کی له بده مرغه د سیاسی او ټولنیز نارامیو له امله دغه چوپانی فرهنګ د ټولنی د طبیعی تکامل په ترڅ کی ښاری فرهنګ ته بدلون او ارتقا ندی کړی. او بلخوا ته نور هیوادونه توانیدلی چی په ارامه او مستقر فضا او د ټولنی جوړنی منظم پلان په چوکاټ کی د ټولنی د تکامل بله مرحلی یعنی ښاری تمدن ته ارتقا وکړي. 

د وطن نږدی سیاسی او اجتماعی تاریخ کی زیاتره داسی مثالونه لرو چی په کی افغان واکدارانو خپل شخصی ګټو لپاره ملی ګټی قربان کړي. په دی لړ کی د ابدالی پاچاهانو د واک لپاره جنګونه، د ګندمک د معاهدی امضا، په امان الله خان باندی انقلاب، په ظاهرشاه باندی د داود خان انقلاب، او بیا روسته چپي ګوندونو یو بل باندی انقلابونه، د مجاهدینو افراطی تحریکونه او جنګونه، د مجاهدینو واک لپاره خپل منځی جنګونه ، د طالبانو منځته راتلل او د دیو افراطی تحریک ټول هغه مثالونه دي چی د چوپانی ژوند د افراطی کلتور په چوکاټ کی زیږیدلی دي.

دغه چوپاني فرهنګ باید د ټولنی جوړنی منظم سیاست په چوکاټ کی د ښاری تمدن مرحلی ته باید ارتقا وکړي ترڅو د اولس دغه افراطی فرهنګ یو پراګماتیک، مصلحت ګرا ،تغیر قبلونکی او داینامیک فرهنګ ته بدلون ومومي او په نتیجه کی به د افغانانو په کلتور کی افراط ګرایی کچه ټیټه شي او اولس داسی یو فرهنګ او ټولنیز میکانیزم ته ورسیږی چی په کی رقابتونه او تربوریزم مثبت بدلونونو ته لاره همواره کړي. د مثبت بدلون او د ټولنی ښاری تمدن ته د ارتقا یواځینی لاره سیاسی ثبات ، تعلیمی او اقتصادی ډګرونو کی پرمختک او دغه راز ټولنی جوړونی سیاسی پلانونو تطبیق په چوکاټ کی لاسته راتلی شي. که مونږ بدلون لپاره زمینه او بستر برابر نکړو نو افغانانو افراطی کلتور ، ایډیلیزیم ، تربوریزم ، احساسات او شخص محور حرکتونه او پالیسیانی به زمونږ هیواد همداسی تاوتریخوالی، خپل منځی اختلافات او انقلابونو په ګرداب کی غرق وساتي او افغانان به تل د یو ملت او هیواد په توګه د نورو هیوادنون او اولسونو په پرتله روسته پاتی وي. 


چونش